امریکا: شواهد شته چې کرونا ویروس د چین له لابراتوارونو راپورته شوی

مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په کافي اندازه شواهد شته چې ښیې د کرونا ویروس د چین له لابراتوارونو راپورته شوی دی.

مایک پومپیو د امریکا د استخباراتي ادارو پر هغې نتیجه ګیرۍ څه ونه ویل چې وایې دا ویروس د انسان د لاس جوړ شوی نه دی.

هم مایک پومپیو او هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر چین سخت انتقادونه کوي او هغه هيواد د کرونا ویروس د خپرېدو په برخه کې د شفافیت په نشتوالي تورنوي.

هاخوا چینایې ورځپاڼې چې د دې هېواد د واکمن کمونست ګوند پورې اړوند دي، د چارواکو له قوله راپور ورکوي چې امریکا دې د خپلې دې ادعا لپاره چې دا ویروس د چین له لابراتوارونو راپورته شوی، شواهد وړاندې کړي.

کرونا ویروس تر اوسه په نړۍ کې ۲۴۷ زره کسان وژلي چې ۶۷ زره یې یوازې په امریکا کې دي.

دغه راز د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه اعلان وکړ چې فکر کوي هېواد به یې د روان میلادي کال ترپایه د کرونا ویروس ضد واکسین جوړ کړي.

ښاغلي ټرمپ په دې لټه کې دی چې د نړۍ دا ستر اقتصاد چې د کرونا ویروس سخت ځپلی دی، بیا ورغوي.

نوموړي پرون په واشنګټن کې وویل چې ډېر ډاډه دی د روان کال تر پایه به واکسین په واک کې ولري.

خو د نړۍ د روغتیا مسوول چارواکي فکر کوي چې د یوه اغېزمن واکسین جوړول ښايي لږترلږه یوکال وخت واخلي.

ټرمپ دا اعلان داسې مهال کوي چې اروپايي ټولنې د کرونا ویروس ضد واکسین او د دې ناروغي د علاج لپاره د درملو د جوړولو هڅو ته د مالي سرچینو د برابرولو په مقصد نړیوال کنفرانس رابللی.