د اسرائیل سترې محکمې یکشنبه دوه ورځني بحثونه پیل کړل څو صدراعظم بنیامین نتانیاهو چې په فساد تورن دی د نوي حکومت په جوړولو کې پاتې راشي.
په دې بحثونو کې نظریات په دې څرخي چې ایا په فساد تورن سیاستوال په صدارت کې پاتې کېدای شي که څنګه.
ستره محکمه به همداراز د نتانیاهو د ائتلافي جوړېدونکي حکومت د متحد بیني ګانتز خلاف نظریات هم واوري.
بیني ګانتز اوس د اسرائیلو د کنیسیت یا پارلمان رئیس دی.
که پرېکړه د صدراعظم په خلاف وشي ممکن یو ځل بیا انتخابات ترسره شي.