بغلان کې سېلاب د سکرو په یوه کان کې ۴ کسان وژلي

د بغلان نقشه

د بغلان ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې سېلاب د سکرو په یوه کان کې څلور کسان وژلي دي.

د تاله او برفک ولسوال عبدالاحمد برفکي ازادي راډیو ته وویل چې د سېلاب قربانیان د سکرو د کان کارګران دي چې تېره شپه په یوه سمڅه کې بند پاتې وو او مړه شوي دي.

ښاغلی برفکي وايي چې د دې کسانو مړي تر اوسه په سمڅه کې پاتې دي، خو د ایستلو لپاره‌یې هڅې روانې دي. د برفکي په وینا په پېښه کې شااوخوا ۱۰ کورونو او کرنیزو ځمکو ته هم زیان اوښتی.

له دې دوه ورځې مخکې د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې هم سېلابونو شااوخوا ۵۰ د استوګنې کورونه نړولي وو.