پکتیا کې د دولتي ځواکونو-طالبانو جګړه کې دواړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د پکتیا ولایت نقشه

په پکتیا ولایت د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

تندر قول اردو وايي جګړه تېره شپه د ډنډ پټان ولسوالۍ په انځرکي کنډو سیمه کې هغه مهال وشوه چې طالب وسله‌والو د ملي پاڅون کوونکو پر پوسته ډله‌ییز برید وکړ.

د ۲۰۳ تندر قول اردو د رسنیو مسؤل ایمل مومند نن له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دې جګړې د تلفاتو په اړه وویل: "ملي پاڅون کوونکو دا برید په شا تمبولی دی چې په پایله کې یې دوه وسله‌وال ترهګر وژل شوي دي او اووه تنه نور یې ټپیان دي. په دې ډله‌ییز برید کې د ولسي پاڅون کوونکو دوه تنه شهیدان او درې نور ټپیان دي."

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.