روسیه کې په یوه ورځ د کرونا ویروس ۱۰۰۰۰ نوې پېښې ثبت شوي

په داسې حال کې چې د روسیې روغتیايي چارواکو د دې ناروغۍ لپاره د ټېسټونو شمېر زیات کړی پرونۍ شمېره بې ساري ده.

په روسیه کې نن د دوهمې پرله پسې ورځې لپاره په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د بېسارو لوړو شمېرو راپور ورکړل شو.

روسي چارواکو نن د مې په دریمه نېټه د ۱۰۶۳۳ نویو پېښو د ثبت راپور ورکړ چې له دې سره په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټول شمېره ۱۳۴۶۸۷ ته لوړه شوه چې صدراعظم میخاییل میشوستین هم پکې دی.

روسیه اوس په دې ناروغۍ د اخته کسانو د لوړې شمیرې له پلوه په ټوله نړۍ کې اووم هېواد دی خو له دې کبله د مړو رسمي شمېره د ایټالیا، اسپانیا او متحدایالاتو په پرتله کمه ده. په روسیه کې پرون ۵۸ کسان په دې ناروغۍ مړه شوي دي.

د روسیې د عامې روغتیا چارواکو پرون هم د ۹۶۲۳ تازه پېښو راپور ورکړی و.

دا په داسې حال کې ده چې چارواکو د دې ناروغۍ لپاره د ټېسټونو شمېر هم زیات کړی دی.

له بلې خوا د مسکو ښاروال ویلي چې ښایي د ښار کلابندي اوږده کړي او د پلازمېنې اداري چارواکو ویلي دي چې ښايي له دې وروسته په عامه ترانسپورتي وسایلو کې د ماسک کارول حتمي شي.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر درې نیم میلیون ته نژدې شوی او په دې ناروغۍ تراوسه له ۲۴۵ زرو زیات کسان مړه شوي دي.