ټاکل شوې چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې، زرګونه ممیز خونې او د پیازو او کچالو لپاره صفر انرژۍ دغهشان د تازه مېوې مېوې لپاره هم صفر انرژۍ سړې خونې جوړې شي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي چې دا ټول به په راتلونکو شپږو میاشتو کې جوړ شي.
نوموړی زیاتوي چې د کرنیزو محصولاتو د بېړنۍ مدیریت د طرحې په چوکاټ کې د صادراتو د نشتوالي په صورت کې به د مېوو د وچولو دستګاوې توزیع او ځینې تازه مېوې او سبزي به په لویو فابریکو کې هم پروسس کېږي.
ښاغلی رستمي وايي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به ۵۰ سلنه سبزي او مېوې، لکه انګور، انار، مڼې، زردالو، پیاز او کچالو چې پخوا به صادرېدل او په هېواد کې دننه ساتل کېږي او هم بهیې له خوسا کېدو مخنیوی وشي.
د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، حکومت د اړتیا وړ بودجه د وزارت په واک کې ورکړې او د دې پروژو ودانیزې چارې به سبا په رسمي توګه د انکشافي شورا له لوري پیل شي.