افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۷۹ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې

وحیدالله مایار

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۷۹ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، له دې سره په ټول هېواد کې په کویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمېر ۲۴۶۹ ته ورسېد.

د دغو پيښو نژدې نیمایي هغه په پلازمېنه کابل کې ثبت شوې دي.

د ښاغلي مایار په وینا، تراوسه ۳۳۱ کسان له کرونا بېرته روغ شوي دي او څه باندې ۷۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.