د پښتون ژغورنې مخکښ فعال عارف وزیر په سر او مټ ویشتل شوی

عارف وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ فعال عارف وزیر په وسله‌وال برید کې سخت ټپي شوی دی.

د غورځنګ یوه غړي او فعال شان پښتین د جمعې په ماښام (د مې په لومړۍ نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې عارف وزیر تر روژه‌ماتي لږ ساعت مخکې د تره له زوی سره په موټر کې د خپل کلي لور ته روان وو چې وسله‌والو ورباندې ډزې وکړې.

د عارف وزیر د تره زوی او د پاکستان د پارلمان غړي علي وزیر هم وويل چې عارف يوه مرمۍ پر سر او دوه پر مټ ویشتل شوی دی.

حکومتي چارواکو په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی او هېڅ ډلې د دې برید مسؤلت نه‌دی منلی.

عارف وزیر د اپرېل په ۲۷مه نېټه له زندانه خوشې شوی وو.

پولیسو دی د اپرېل په ۱۷مه نېټه په واڼه کې نیولی وو او ورباندې تور وو چې په افغانستان کې یې د پاکستان پر ضد ویناوې کړې وې.

خو ده پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي ول.

عارف وزیر په ۲۰۱۸ کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له جوړېدو راهیسې د دوو کلونو په موده کې ۱۳ میاشتې په زندان کې تېرې کړې وې.