پکتیا کې ۷ ریاستونه او ادارې په کرايي ودانیو کې چارې مخته وړي

پکتیا کې د ښار جوړولو او ځمکو ریاست چې چارې په یوه کرايي ودانۍ کې پرمخ بیايي.

په پکتیا کې لا هم یو شمېر ادارې او ریاستونه په کرایي ځایونو او مارکېټونو کې خپل خدامات وړاندې کوي، چې د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا د امنیت، ځای او دوی ته د ورتګ پر مهال د ادرس په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ کېږي.

د پکتیا ولایتي اداره هم وایي، چې دا مهال ۷ ریاستونه او ادارې په کرايي ودانیو کې چارې مخته وړي.

دغه ادارې چې په لوړ پوړیزو ودانیو او کرایي کورونو کې خپلې چارې مخکې بیایي، وخت ناوخت له یوه ځایه بل ځای ته انتقالېږي.

د پکتیا ولایت یوه تن اوسیدونکي احسان احسان د پاسپورټ ریاست د بېلګې په توګه وړاندې کوي، چې اوس د ښار شمالي برخې ته منتقل شوی، چې کارکوونکي د امنیت او مراجعین یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

یوازې د پاسپورټ ریاست نه دی، چې خپله وداني نلري، بلکې د پکتیا د ځمکو ریاست بله هغه اداره ده، چې د ښار په شمالي برخه کې په لوړ پوړیزو ودانیو کې خپلې چارېمخکې بیایي.

مسولین یې وایي، له یوې خوا ددې ودانۍ د کرایې لوړه بیه پرې کوي، له بلې خوا یې مراجعین د دفتر په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د پکتیا ولایت مقام هم مني، چې یو شمېر ادارې یې ودانۍ نلري، خو وایي، په تېرو دوو کالونو کې له ۱۵ زیاتو ادارو ته کاري ودانۍ جوړې شوې او یا هم تر کار لاندې دي.

پکتیا کې د ټرانسپورت، پاسپورټ، شهیدانو او معلولینو، کډوالو چارو، عدلیې، چاپېریال ساتنې، احصایې او د ځمکو ریاست په ګډون ۷ دولتي ادارې خپلواکې ودانۍ نلري او په کرايي ودانیو کې خپلې چارې مخې ته وړي.