روسیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۱۴۴۳۱ ته ورسېد

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۹۶ کسانو مړینه ثبت شوې چې له دې سره په دې هېواد کې پر کرونا ویروس د مړو شمېر ۱۱۶۹ ته ورسېد.

روسیې د مې په لومړۍ نېټه د کرونا ویروس د ۷۹۳۳ نویو پېښو راپور ورکړ چې په دې هېواد کې په ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې دي.

دا په دې هېواد کې تر دې مهاله په یوه ورځ د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې پېښې دي چې ثبتېږي.

له دې سره دې هېواد کې د رسمي شمېرو له مخې په کرونا ویروس د اخته کسان شمېر ۱۱۴۴۳۱ ته ورسېده.

همدارنګه په روسیه کې د کرونا له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۹۶ کسانو مړینه ثبت شوې چې له دې سره په دې هېواد کې پر کرونا ویروس د مړو شمېر ۱۱۶۹ ته ورسېد.

منتقدان باور لري چې په روسیه کې د کرونا ویروس اصلي پېښې او پر دې ویروس د مړینو شمېر تر هغې ډیر لوړ دی چې په رسمي شمېرو کې څرګندېږي.

په روسیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو وروستۍ لوړې شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې یوه ورځ مخکې د دې هېواد صدراعظم میشوستین وویل په کرونا اخته شوی او ځان یې قرنطین کړی دی.