له دوهمې نړیوالې جګړې پاتې پوځي خپله سلمه کلیزه لمانځي

ټام مور

د دوهمې نړیوالې جګړې څخه پاتې بریتانوی پوځي ټام مور نن سلمه کلیزه لمانځي.

ټام مور ته وروسته له هغه د رسنیو پام ور واوښت چې ده اعلان کړی و د خپلې سلمې کلیزې په مناسبت پیسې ټولوي او بیا یې له کرونا ویروس سره د مبارزې به برخه کې په بوختو ډاکترانو او روغتیاپالانو لګوي.

دغه بریتانوي پخواني پوځي ۲۹ میلیونه انګلیسي پونډه ټول کړي دي چې ۳۶ میلیونه ډالره کېږي.

ده ته اوس د یادو هڅو په خاطر په بریتانیا کې د یوه ملي اتل په سترګه کتل کېږي.

کپټان ټام مور د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال په هند او اندونیزیا کې په پوځي خدمت ګمارل شوی و.