نیمروز کې څه د پاسه ۱۰۰ کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول

ارشیف

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ازادۍ راډیو ته وویل، د نیمروز ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په زرنج ښار کې د استوګنې پر یوه کور باندې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې (۸۴) کیلوګرامه تاریاک، (۱۰) کیلوګرامه ښیښه او (۲۰) کیلوګرامه چرس نیولي دي.

د دې موادو د ساتنې او خرڅلاو په تور یو تن هم نیول شوی دی.