طالبانو سره د تړون او امتیاز په بدل کې د کانګرس یوه غړي غوښتنه

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي

د امریکا د استازو جرګې یوه غړي مایکل والټز ویلي ترڅو چې په افغانستان کې یرغمل شوی امریکايي قراردادي پخوانی پوځي مارک فریرکس نه‌وي خوشې شوی طالبانو ته نه کوم امتیاز قایلېږي، نه ورسره تړون غواړي.

د جمهوري غوښتونکي استازي مایکل والټز خبرې نن د اسوشیټډ پرس اژانس خپرې کړي.

هفه زیاته کړه: "زه واقعاً د هغو خبرو په اړه جدي اندېښنه لرم چې وايي طالبان د سولې لپاره جدي دي او له امریکا سره په تړون کې په خپلو ژمنو ولاړ دي. همدا نن چې موږ غږېږو هغوی (طالبان) یو پخوانی پوځي افسر او د امریکا تبعه له ځانه سره یرغمل نیولی. د سولې د خبرو پر مهال."

د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی افسر مارک فریرکس چې په قراردادي شکل‌یې کار کاوه له څه وخت راهیسې په افغانستان کې لادرکه دی.

د امریکا استخباراتي چارواکي په دې باور دي چې دی د حقاني شبکې له‌خوا نیول شوی.

حقاني شبکه چې له طالبانو سره تړلې ده د امریکا له‌خوا د یوه ترورېستي سازمان په توګه پېژندل شوې.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې د دغه امریکایي د یرغمل نیونې د پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.