کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت لپاره بېړنۍ طرحه چمتو کړې

ارشیف

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو د مدیریت لپاره بېړنۍ او اضطراري طرحه چمتو کړې ده.

‏اکبر رستمی د دې وزارت ویاند نن ازادۍ راډيو ته و ویل چې دا طرحه دا ولسمشر له لوري هم تأیید شوې ده.

‏ښاغلي رستمي د دې طرحې په اړه و ویل: "کرنې وزارت په یوې عاجلې او بېړنۍ طرحه کار کړی چې د محصولاتو د مدیریت په خاطر جوړه شوې ده. دغه طرحه په داسې حال کې جوړه شوې ده چې که کرونا ویروس دوام وکړي دغه طرحه به په کار راشي. د دې طرحې پر بنسټ د کرنې وزارت په راتلونکو شپږو میاشتو کې پنځوس سلنه تازه مېوه چې تر دې وړاندې به نورو هېوادونو ته صادرېدله په ښه بڼه دننه په هېواد کې مدیریت کړي."

ښاغلي رستمي وویل: "راتلونکو شپږو میاشتو کې زرګونه کشمش خونې، منځینۍ سړې خونې، د وچولو وسایل او نور ډېر موارد چې د وچې میوې پروسس کې مرسته وکړي په پام کې نیول شوي دي.

او حکومت وزارت ته د دې طرحې پلې کولو لپاره د اړتیا وړ بودیجه اختیار کې ورکړي.

هغه زیاته کړه، په پام کې ده، راتلونکې اوونۍ د طرحې جزیات د هېواد دهقانانو او باغدارانو سره شریکه شې.