د هند سینما وتلی لوبغاړی ریشي کپور مړ شو

ریشي کپور

د هند سینما بالیووډ یو وتلی لوبغاړی ریشي کپور نن د ۶۷ کلنو په عمر په ممبی کې وفات شو.

دی له سرطان کړېده چې بالاخره‌یې د ممبی په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د ده په مړینې باندې ګڼو خلکو په تېره بیا د هند د سینما ستورو خواشیني ښوولې ده.

امیتابچن په خپل ټویټر لیکلي چې "ریشي ولاړ، ریشي کپور ولاړ. وفات شو. زه تباه شوم."

د هند صدراعظم نرېندرا مودي هم په خپل ټویټر ریشي کپور یوه مستعده، لېوال او له شور ډک کس بللی دی او لیکلي يې دي چې ریشي کپور د فلمونو او هند د پرمختګ لېواله و او مړینې یې دی خواشینی کړی دی.

ریشي کپور د کپور لويې کورنۍ غړی و.

له دې کورنۍ د ریشي کپور زوی رنبیر کپور او ورېرې کرشمه کپور او کرینه کپور هم په ډېرو فلمونو کې کار کړی.

د ریشي کپور تر مړینې یوه ورځ مخکې بل وتلی فلمي ستوری عرفان خان چې نه‌یوازې په هندي سینما، بلکې په نړیواله کچه پېژندل شوی و د سرطان له لاسه په ۵۴ کلنۍ کې ومړ.