نن په افغانستان کې پر خبریالانو د خونړۍ حملې دوهم تلین دی

ارشیف، په افغانستان کې د اپرېل په ۳۰مه وژل شوي خبریالان

نن د اپرېل ۳۰مه په افغانستان کې پر خبریالانو د خونړۍ حملې دوهم تلین دی.

د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په ۳۰مه د کابل په شش درک کې ځانمرګي برید د ازادي راډیو د درېیو همکارانو په شمول شپږ خبریالان او یو عکاس ووژل.

د ازادي راډيو رئیس قادر حبیب د دې پېښې په اړه په یوه پيغام کې وویل: " په برید کې د ازادي راډیو خبریالان سباوون کاکړ او عبادالله حنان‌زی او دغه‌راز فرشته محرم درانۍ چې غوښتل‌یې د ازادي راډیو د ښځو پروګرام سره کار پيل کړي له شپږو نورو خبریالانو سره ووژل شول. هغه یوه توره ورځ وه موږ ټولو ټکان وخوړ، خو متزلزله نه‌شوو. موږ د خپلو وژل شویو خبریالانو لارې ته چې کره، متوازنه او بې‌پرې اطلاع‌رسونه و دوام ورکوو."

د اپرېل په ۳۰مه په کابل کې دوه بریدونه شوي و چې د نهو خبریالانو په شمول په‌کې ټول‌ټال ۲۶ ملکیان په هماغه ورځ وژل شوي و او ځیني نور بیا په څو ورځې وروسته ورځو کې د سختو ټپونو له امله په روغتونونو کې ساه ورکړه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې تېر نږدې دوه لسیزې په دغه هېواد کې ۱۰۹ خبریالان وژل شوي دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان افغانستان خبریالانو ته د ورپېښو ګواښونو په دوهمه درجه خطرناکه هېوادونو کې راوستی او د رسنیو د ازادۍ په نړیوال جدول کې د ۱۸۰ هېوادونو ترمنځ ۱۲۲ ځای لری.