کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر: عبدالله دې سیاسي بېلتون پای ته ورسوي

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د 'ثبات او هم‌پالنې ټیم'

په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر له عبدالله عبدالله غوښتي چې رامنځته شوی سیاسي بېلتون دې ژر تر ژره پای ته ورسوي.

دغې ټولنې بېګا ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا غوښتنه د اروپایي ټولنې د سفیرانو مشر او د ناروې سفیر له عبدالله عبدالله سره د یوې وېډیویي غونډې پر مهال کړې ده.

په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی چې که سیاسي ناندرۍ هوارې نه‌شي، دا به له افغانستان سره په راتلونکو امنیتي او پراختیایي مرستو اغېز وکړي.

د اروپایي ټولنې په خبرپاڼه کې غوښتنه شوې چې دا مهال باید د افغانانو ملي ګټو ته ارزښت ورکول شي، د کرونا په وړاندې مبارزه وشي او بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

ښاغلي عبدالله هم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د اروپایي ټولنې سفیراتو ته‌یې ډاډ ورکړی چې سیاسي جوړجاړي ته لېواله دی او غواړي چې له کرونا ویروس سره مبارزه او د سولې او اوربند په اړه خبرې وشي.