د پيسو نړیوال صندوق 'ای.اېم.اېف' افغانستان ته د ۲۲۰ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرسته تأیید کړه.
د دغې مرستې هدف د کرونا له امله د رامنځته شوي اقتصادي زیان جبران دی.
د فرانسې خبري اژانس د پیسو نړیوال صندوق د چاروکو په حواله لیکلي، د کرونا له کبله رامنځته شوي بېړني حالت د افغانانو اقتصاد ته زیان اړولی.
'ای.اېم.اېف' ویلي، د دوی بېړنۍ مرستې به افغانستان کې په روغتیايي خدمتونو ولګول شي او هغه کورنۍ به هم ترې برخهمنې شي چې اوسني حالتیې ژوند له اقتصادي پلوه تریخ کړی دی.
د دغه صندوق مشرې کریستینا جورجیا ویلي، د نړۍ څه باندې ۱۰۰ هېوادونو له دوی بېړنۍ مرسته غوښتې.
نوموړې وایي، د دې لپاره چې ټولو دې هېوادونو کې له کرونا ویروس سره مبارزه وشي او له دې امله اقتصادي ستونزې جبران شي، شااوخوا دوه نیم تریلیونه ډالرو ته اړتیا ده.