د کابل په قرهباغ ولسوالۍ کې د یوه پولیس په ډزو درېیو ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د قرهباغ ولسوال خواجه محمد حنیف صدیقي دا خبره ازادي راډیو ته منلې ده.
د ښاغلي صدیقي په خبره دغه پولیس د چهارشنبې په ورځ د شخصي خصومت له کبله د کاکړانو په کلي کې دا برید کړی دی.
د قرهباغ ولسوال وایي په دې برید کې چې پولیس په دولتي وسلې کړی دی، یو ملکي وګړی وژل شوی او دوه نور یې تپیان شوي دي. قربانیان د یاد پولیس خپلوان بلل شوي دي.
د صدیقي په خبره یاد پولیس له سیمې په تېښته بریالی شوی دی، خو وایي امنیتي ځواکونهیې د نیولو په لټه کې دي.