د سولې په اړه د اتمر او د هند ملي امنیت سلاکار سره ټیلیفوني خبرې

محمد حنیف اتمر او اجیت کمار دووال

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د هند ملي امنیت له سلاکار اجیت کمار دووال سره د افغانستان د سولې بهیر په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو ټیلیفوني خبرې وکړې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر پاڼه لیکلي چې دواړو مشرانو د چهارشنبې په ورځ خبرې کړې دي.

ښاغلي دووال د افغانستان د سولې په برخه کې د سیمه‌يیزې او نړیوالې اجماع پر اهمیت ټنیګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې هېواد به‌یې د سوله‌ييز او باثباته افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

په دې پیغام کې راغلي چې ښاغلي اتمر د هند د ملي امنیت شورا سلاکار سره په خبرو کې د کرونا ویروس په روان ستونزمن وضعیت کې له افغانستان سره د هند د بشري مرستو ستاینه کړې ده او په راتلونکي کې یې په ځانګړي ډول د خوړو د خوندیتوب او اقتصادي برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.