د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د یمن په جَنوب کې د یوې جلا غوښتونکې ډلې لهخوا د خپلواکۍ اعلان د اندېښنې وړ بللی.
د یمن په سوېل کې د جَنوب انتقالي شورا پرون د خپلواکۍ اعلان کړی دی.
پومپیو پرون خبرداری ورکړ چې د یمن د انتقالي شورا بیانیه د یمن د حکومت او د ایران له ملاتړ برخهمن حوثي یاغیانو ترمنځ د خبرو د بیا پیلېدو هڅې ګواښي.
هغه زیاته کړه چې دا یو اړخیز اقدامات یوازې د یمن بېثباتوي زیاتوي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په یمن کې له حوثیانو سره جنګ کوي.
دغه ائتلاف د یمن د پنځه کلنې جګړې د پای ته رسولو په هدف د امریکا له هڅو په ملاتړ د اپرېل له لومړیو اوربند اعلان کړ.
د یمن په کورنۍ جګړه کې څه باندې یو لک کسان وژل شوي دي.