امریکا: افغانستان د مذهبي ازادیو له پلوه شاتګ کړی

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په نړیواله کچه د امریکا متحده ایالاتو د مذهبي ازادیو کمېسیون ویلي چې افغانستان د روانو سیاسي بې‌ثباتیو او کورنیو جګړو پر مهال تېر کال د مذهبي ازادیو له پلوه شاتګ کړی.

دا خبره د یاد کمېسیون په یوه کلني راپور کې چې پرون خپور شوی یاده شوې ده.

په نړیواله کچه د امریکا متحده ایالاتو د مذهبي ازادیو د کمېسیون مرستیالې ګایل مانچین په دې اړه وویل: "شپږ ډلې په ۲۰۱۹ کال کې د هغوی د کړنو او کنټرول په خاطر د اندېښنې وړ کټګوریو ته ور زیاتې شوي. پنځه‌یې پخوا هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې لېست کې وې. په سومالیا کې الشباب، په نایجیریا کې بوکو حرام، په یمن کې حوثیان، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګه همدارنګه طالبان او بالاخره په سوریه کې تحریر الشام ډله چې لا (دې لېست ته) نه‌ده وراچول شوې."

په نړیواله کچه د امریکا متحده ایالاتو د مذهبي ازادیو کمېسیون په افغانستان کې د داعش ډلې بریدونو په تېره بیا پر شیعه‌ګانو خونړۍ حملې یادې کړي.

همداراز یې مذهبي لږکۍ سېکهان او هندوان هم یاد کړي چې په دې هېواد کې په امان نه‌دي پاتې.

د امریکا مذهبي ازاديو کمېسیون وړاندیز کړی چې افغانستان دې د پاسنیو ملحوظاتو په اساس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څار ځانګړو هېوادونو لېست ته واچول شي.