د هند سینما پېژندل شوی لوبغاړی عرفان خان مړ شو

عرفان خان

د هند سینما پېژندل شوی لوبغاړی عرفان خان د ۵۴ کلونو په عمر مړ شو.

نوموړي د هندوستان د سینما بالیووډ ترڅنګ په هالیووډ فلمونو کې هم ډېر رولونه لوبولي دي.

عرفان خان په مشهورو انګرېزي فلمونو سلېم ډاګ میلیونر (Slumdog Millionaire)، جراسیک ولډ (Jurassic World)، امېزنګ سپایډرمن (Amazing Spiderman) او لایف اف پای (Life of Pie) کې رول لوبولی دی.

دی د کولمو د مکروبي کېدو له کبله د ممبی په یوه روغتون کې بستر شوی و.