پوتین د کارونو بندیز دوره د مې تر ۱۱مې تمدید کړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر په خپل هېواد کې د کارونو د بندیز دوره د مې تر ۱۱مې تمدید کړه.

ولادیمیر پوتین دا خبره پرون له والیانو سره د وېډیو کنفرانس پر مهال وکړه او ویې‌ویل چې په روسیه کې د کرونا ویروس د اوج وخت لا نه‌دی تېر شوی.

روسیې په ورته وخت کې د مسکو په ګډون په یو شمېر سیمو کې څه بندیزونه لګولي دي چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

د سې شنبې تر ماښام پورې د رسمي احصایو له مخې په روسیه کې ۹۳ زره ۵۵۸ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي او ۸۶۷ تنه مړه شوي دي.

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر پر کارونو بندیز د مارچ په ۲۸مه، د اپرېل تر پنځمې لګولی و بیا یې د اپرېل تر ۳۰مې تمدید کړ او ژمنه‌یې وکړه چې له پلورونکو سره به مالي مرسته وکړي.

د روسیې ولسمشر له حکومتي ادارو وغوښتل چې د مې له پنځمې وروسته ورو ورو بندیزونه هم سست کړي.