د سرپل چارواکي وايي، په دې ولایت کې د طالبانو یو مشر له خپلو ۶ نورو کسانو سره وژل شوی دی.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني نن (د سې شنبې په ورځ د اپرېل په اته ویشتمه نېټه) ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه وسله والو طالبانو د سرپل ولایت د الغن او ګوسفندي ولسوالۍ پر سیمو تهاجمي حملې وکړې چې امنیتي ځواکونو پر شا وتمبولې، په دې حمله کې د طالبانو یو مشر ملا سردار او شپږ غړي یې ووژل شول او پنځه نور غړي یې ټپيان شول."
د ښاغلي اماني په وینا تېره شپه نښتې دوه ساعته دوام وکړ او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اووښتی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.