د پاکستان د سند والي په کرونا ویروس اخته شوی

عمران اسماعیل

د پاکستان د سند ایالت د والي یا ګورنر د کرونا ټېسټ نتیجې وښوده چې نوموړی په دې ویروس اخته دی.

عمران اسماعیل پرون دوشنبه اعلان وکړ، د ده د ټېسټ نتیجه، چې یوه ورځ مخکې یې کړی و، مثبته ده.

د سند ایالت ۵۴ کلن والي پر خپله ټویټرپاڼه لکيلي چې له دې ویروس سره به مبارزه وکړي.

په سند ایالت کې، چې کراچۍ یې مرکز دی، کلک ورځ‌بندیز دی خو د پاکستان په نورو برخو کې بندیزونه پوره نه تطبیق کېږي.