د کندهار امنیه قومانداني وايي په ژړۍ ولسوالۍ کې په وسلهواله نښته کې ۴ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
دغې قوماندانۍ پرون دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، نښته هغه وخت پیل شوه چې اول وسلهوالو په میرازار سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ.
په اعلامیه کې ویل شوي چې وروسته وسلهوالو نښته وشوه چې ۴ وسلهوال طالبانیې په نتیجه کې ووژل شول.
د کندهار امنیه قومانداني وايي په وژل شویو کې د طالبانو دوه قوماندانان هم شامل دي.
وسلهوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نهدي ویلي.