له هندوستانه - افغانستان ته د لېږدول شویو کسانو شمېر ۳۴۰۰ تنو ته ورسېد

تازه له هنده په اریانا افغان هوايي شرکت په الوتکه کې ۲۵۰ نور افغانان لېږدول شوي دي.

تازه له هنده په اریانا افغان هوايي شرکت په الوتکه کې ۲۵۰ نور افغانان لېږدول شوي دي.

د کرونا ویروس له کبله د محدودیتونو په خاطر په هندوستان کې بند پاتې۲۵۰ نور افغانان هم افغانستان ته لېږدول شوي.

په داسې حال کې چې ګڼ شمېر افغانان د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په هندوستان کې بند پاتې دي، په نوې ډلي کې د افغانستان سفارت دې هېواد ته د ۲۵۰ نورو افغانانو د ستنولو خبر ورکوي.

له دې سره له هندوستانه- افغانستان ته د ستنو شویو شمېر درې زره څلور سوه شو.

په نوې ډیلي کې د افغان سفارت شارزدافېر طاهر قادري له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې افغانستان ته د ستنېدو په برخه کې هغو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې په تېرو ۴ میاشتو کې په سیل یا د درملې لپاره دغه هېواد ته ورغلي.

ښاغلي قادري زیاته کړه: "د افغان اریانا هوايي شرکت په الوتکه کې مو په دوولسم پرواز کې دوه نیم سوه افغانان هېواد ته ستانه کړل، دا هغه کسان وو چې دلته بند پاتې وو او د ستنېدو لومړیتوب ورکړل شوی وو لکه سیلانیان یا ناروغان چې د درملې لپاره راغلي وو، د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې درې نور پروازونه لرو چې مستحق کسان به افغانستان ته ولېږل شي."

د ښاغلي قادري په وینا، اوسمهال د هندوستان حکومت دا مشوره ورکړې چې بهرني محصلین باید په هندوستان کې پاتې شي ځکه امکان لري وضعیت د سمېدو خوا ته لاړ شي.

په داسي حال کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو اندېښنه شته، د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې کابل ته له رسېدو وروسته به د ټولو کسانو معاینات وشي.

افغانستان هڅه کوي په نورو هېوادونو کې بند پاتې وګړي راستانه کړي.

په چين کې د افغانستان د سفیر جاوېد قایم په وینا د تیرې پنجشنبې په شپه هغه افغان سوداګر چې غوښتل يې د روژې میاشت له خپلو کورنیو سره تېره کړي، له پېکېنګ څخه کابل ته انتقال شول.

د یکشنبې تر ورځې د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۵۳۱ اعلان کړی.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو شمېر ۱۵۰ او د رغېدلو شمېر ۲۰۷ دی.