د کندهار غنمو حاصلات به ډېر ژر بازار ته وړاندې شي

ارشیف

د کندهار د غنمو حاصلات به ډېر ژر بازار ته وړاندې شي.

د کندهار د کرنې رئیس حفیظ‌الله سیدي نن ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه له کروندګرو تر ۲۰۰ زره ټنه غنم راټول شوي چې راتلونکې اوونۍ به مارکېټ ته وړاندې شي.

نوموړي وویل چې په دې سره به په بازار کې د اوړو بیې راټیټې شي.

نوموړي وویل، سږ کال د دې ولایت په څه باندې ۶۷ زره هکټاره ځمکه کې اوبیز او للمي غنم کرل شوي چې په وینا یې دا پېر د کندهار بزګرو سره هم د پام وړ مرسته کوي.

تر دې وړاندې هم حکومت په مارکېټونو کې د نرخونو د کنټرول لپاره په ډېره اندازه غنم له بزګرانو اخیستي دي.

په مارکېټ کې د اوړو او غنمو نرخونه وروسته له هغه پورته شول چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله یو شمېرو هېوادونو خپلې پولې وتړلې.