د افغانستان ښار جوړونې او ځمکو وزارت ٥٠ د پانګونې کڅوړې اعلانوي

ارشیف

د افغانستان د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په دولتي ځمکو او ملکیتونو باندې د پانګونې لپاره ٥٠ بستې یا د پانګونې کڅوړې اعلان ته سپاري.

د دغه وزارت ویاند حشمت ناصري نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاره به د یو میلیارد ډالره پانګونې جذب ته لار پرانیزي.

نوموړي وویل چې له دې لارې به افغان حکومت ته ۲،۶ میلیارده ډالر عواید راټول شي.

په دغو ٥٠ کڅوړو کې د ٧ زونونو په کچه په سوداګریزو مرکزونو، استوګنې او سوداګریزو برخو پانګونې شاملې دي.

تر دې وړاندې هم د ښار جوړونې وزارت خصوصي سکټور ته د ګډې پانګونې زمینه برابره کړې چې د دولت بودجې ته تر ډېره عواید راټول شوي دي.