افغانستان کې نن د ثور ۸مه د افغان مجاهدینو د بري ۲۸مه کلیزه ده

د خوست مجاهدین

نن د ثور اتمه په افغانستان کې د شوروي پوځونو پر ضد د افغان مجاهدینو د بري ۲۸مه کلیزه ده.

د مجاهدینو ډلې د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه کابل ته ننوتې او د ډاکتر نجیب‌الله حکومت‌یې ورختم کړ.

دا ورځ که له یوې خوا د مجاهدینو د بریا ورځ ګڼل کېږي، خو په افغانستان کې د جګړې د یوې بلې دورې پيلامه هم یاده شوې ده.

له دې ورځې په تېرو کلونو کې په کابل او نورو ولایتونو کې په شاندارو مراسمو کې لمانځنه کېده، خو له دې چې کرونا ویروس په ټول افغانستان کې خپور شوی تر دې دمه‌یې د لمانځلو په اړه رسمي راپورونه نه‌دي خپاره شوي.