د پاکستان په پنجاب کې روغتياپالو په اعتصاب لاس پورې کړى

ارشیف

د پاکستان په پنجاب ایالت کې روغتیا پالو د کرونا ویروس پرضد د مبارزې پر مهال د وقایې د لازمو تجهیزاتو د نشتوالي له کبله په اعتصاب لاس پورې کړی.

د ځوانو ډاکټران د اتحادیې د پنجاب د ایالتي څانګې رییس سلمان چودري نن وویل، د ټیټ کیفیت لرونکو وسایلو د کارولو په نتیجه کې د هغو مسلکي روغتیايي کارکوونکو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی چې د کرونا ویروس پرضد مبارزه کوي.

هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې سل تنه مسلکي روغتیاپال په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د چودري په وینا د دوی اتحادیه د روغتیاپالو د وقایې لپاره د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه کوي.