د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې.
ښاغلي خلیلزاد نن پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي، روژه طالبانو ته دا فرصت برابروي چې د روان روغتیايي بحران تر پایه د بشري مرستو لپاره د اوربند په منلو سره تاوتریخوالی کم کړي او تهاجمي حملې بندې کړي.
ښاغلي خلیلزاد همداراز پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې د بندیانو د خوشې کولو بهیر چټک کړي او ویلي یې دي چې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ پر ضد مبارزه د بندیانو د سمدستي خوشې کولو اړتیا په ډاګه کوي او د بین الافغاني خبرو له پیل سره مرسته کوي.
له دې مخکې ولسمشراشرف غني او د ناټو عمومي منشي هم له طالبانو غوښتي وو، چې اوربند وکړي خو طالبان له امریکا سره د سولې د موافقې د ټولو شرایطو پر تطبیق ټینګار کوي.
دې ډلې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو افغان حکومت د دې موافقې د عملي کېدو پر وړاندې د خنډونو په جوړولو تورن کړ او همداراز پر امریکا او ناټو یې انتقاد وکړ چې د دې موافقې د عملي کېدو لپاره یې خپل مکلفیت نه دی ترسره کړی.