د لوګر سیمهييز چارواکي وايي، د دې ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې طالبان او ۴ افغان سرتېري وژل شوي دي.
د لوګر ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وايي چې طالبانو تېره شپه د برکي برک د سنګ مرمر پر امنیتي پوستې برید کړی چې په نتیجه کې یې اووه طالب وسلهوال او څلور پولیس وژل شوي، خو د خبرپاڼې له مخې د دې پوستې د سقوط خبر ناسم دی.
مخکې تر دې د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیبالله ستانکزي ازادي راډیو ته په یو غږیز پیغام کې د پنځو پولیسو د وژل کېدو او د څلورو نورو د لادرکه کېدو خبره کړې وه.
هغه زیاته کړه: "د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې کوم معلومات چې موږ لرو د پولیسو ۵ سرتېري د سنګ مرمر په امنیتي پوسته کې شهیدان او ۴ تنه لادرکه دي."
ښاغلی ستانکزی وايي په نښته کې ۳ طالبان هم وژل شوي او ډېر نور ټپیان دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د لوګر ولایت د رسنیو دفتر په یو جلا خبرپانه کې د مرکز په اړوند جمعه کلا سیمه کې د ۱۱ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دې ډلې غوښتل د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړي، خو په هوايي برید کې په نښه شول.