په کندهار ولايت کې د غازي محمد ايوب خان ښارګوټي د جوړېدو چارې پيل شوې دي.
د ښار جوړونې وزارت ویاند حشمت ناصري نن ازادي راډیو ته وویل، د دې ښارګوټي د سوداګريزو ځمکو د پلورلو له درکه د افغان دولت خزانې ته ۲۲۴ ميليونه افغانۍ راټولې شوي او ۴۰۰۰ کسانو ته به پهکې د کار زمينه هم برابره شي.
نوموړي وویل، دا ښارګوټی چې د کندهار ولايت په ژېړۍ ولسوالۍ کې په ۲۱۱۲،۵ جريبه ځمکه کې جوړېږي، ۴۲ استوګنيز بلاکونه، ۲۸۰۰ استوګنيزې نمرې او ۹۷ سوداګريز بلاکونه لري.
د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وايي، په کندهار کې د غازي محمد ايوب خان ښارګوټي تفصيلي پلان تېر کال منظور شو چې دا مهاليې د رغولو چارې پهکې پيل شوې دي.