افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۶۳ کسانو ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د شنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې به دې سره په افغانستان کې کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۱۴۶۳ ته ورسېدې.

د نومړې په خبره تر اوسه په ټول افغانستان کې د نېږدې ۸۰۰۰ سمپلونو ازمایښت شوی دی.

هغه زیاته کړه: "هر څومره چې تجمعات کم وي، د ویروس د خپرېدو امکان کم دی، تر اوسه پورې نېږدې ۸۰۰۰ ټېسټونه شوي دي، یعنې ۷۸۴۸ ټېسټه شوي دي چې له دې شمېر څخه ۱۴۶۳ یې مثبتې دي."

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس تر ټولو دېرې پېښې په هرات ولایت کې ثبت شوي چې، ۲۵ پېښې دي، په بلخ کې ۲۱ په کندهار کې ۲۰، په کابل او پکتیا کې ۱۶، ۱۶، په نیمروز او سمنګانو کې ۷، ۷او په کاپیسا، لوګر، زابل او تخار ولایتونو هر یو کې درې درې پيښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي چې له بې ځایه ګرځېدو راګرځېدو ډډه وکړي څو له دغه ویروس خوندي پاتې شي.