بریتانیا: د ایران سپوږمکۍ لېږلو اقدام د ملګرو ملتونو قوانینو خلاف دی

ارشیف، ایران کې د توغندي توغولو لپاره جمتووالی

بریتانیا وايي، د ایران له‌خوا د بالیستیک توغندیو د ټکنالوژۍ په واسطه د ځمکې مدار ته د سپوږمکۍ لېږلو اقدام، د ملګرو ملتونو له قوانینو سره په ټکر کې دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له ایرانه غوښتي چې د ملګرو ملتونو د موافقه‌لیک په درناوي سره دې له داسې اقداماتو لاس واخلي.

یاد وزارت پرون د جمعې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۲۴» په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه کې راغلي: "هغه راپورونه چې وايي ایران د بالیستیک توغندیو له ټکنالوژۍ څخه په استفاده سپوږمکۍ لېږلې، د اندېښنې وړ خبره ده او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د قوانینو له ۲۲۳۱مې مادې سرغړونه ده."

د ایران سپاه پاسداران د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د نُور په نوم یوه سپوږمکۍ يې د قاصد په نوم د درې مرحلې لرونکي راکټ په واسطه د ځمکې مدار ته لېږلې ده.

امریکا او فرانسې د ایران دا اقدام غندلی دی او دا یې د ملګرو ملتونو له پرېکړې سرغړونه بللې. جرمني هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ایران راکټي فعالیتونه‌یې د سیمې د بې‌ثباته کولو په معنی بللي دي.

روسیې بیا ویلي چې د ایران دا اقدام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له قوانینو سرغړونه نه‌ده.