د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د سولې بینالافغاني خبرو ته د لار هوارولو په خاطر دې، تاوتریخوالی کم کړي.
مارک اسپر د جمعې «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۲۴» په ماښام پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي "اوس وخت رارسېدلی چې ټول اړخونه د تلپاتې سولې لپاره له رامنځته شوي فرصته ګټه پورته کړي."
تر دې مخکې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم د جمعې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې د (نهمنلو وړ) تاوتریخوالي کچه دې ټيټه کړي او پرته له ځنډه دې له افغان حکومت سره مذاکرات پیل کړي.
د ینس سټولټنبرګ په وینا، کرونا ویروس وضعیت نور هم بېړنی کړی او د افغانستان ټول لوري باید د سولې په خاطر خپل اختلافات له پامه وغورځوي.
په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ افغانستان ته د ناټو له ملکي استازي نیکولاس کې سره د جمعې په ماښام ټیلیفوني خبرې وکړې.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې سټولټنبرګ له نیکولاس کې سره د بینالافغاني خبرو د پیل او افغان مشرانو د خپلمنځني اخلافاتو د حل پر اهمیت خبرې وکړې.
دوی ټينګار کړی چې ناټو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته په کلکه ژمن دی.