وسله‌والو طالبانو د ولسمشر غني وړاندیز رد کړ

په قطر کې یو شمېر طالبان

وسله‌والو طالبانو د روژې په مبارکه میاشت کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د اوربند وړاندیز رد کړ.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون د فبروۍ په ۲۳مه د روژې مبارکې میاشتې د رابرېدو په مناسبت په پیغام کې وویل چې حکومت او د افغانستان خلک له طالبانو غواړي چې په دې میاشت کې له تشدده لاس واخلي او اوربند وکړي.

خو په قطر کې د وسله‌والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین پرون د فبرورۍ په ۲۳مه پر ټویټر لیکلي چې د ولسمشر غني د اوربند وړاندیز منطقي نه‌ګڼي ځکه د سولې پر بهیر لانجې او اختلاف لا نه‌دي حل شوي.

سهیل شاهین وویل چې د بندیانو د تبادلې په پروسه کې د ځنډ او د سولې پر بهیر د اختلاف له امله به‌یې وسله‌وال جګړې ته دوام ورکوي.

وسله‌والو طالبانو د فبرورۍ په ۲۹مه له امریکا سره د سولې موافقه وکړه.

په دې موافقه کې د تشدد کمېدل او د بین‌الافغاني خبرو پيل له اساسی ټکو دي.

خو وسله‌والو طالبانو ویلي چې ۵۰۰۰ بندیان‌یې باید خوشې شي تر څو د افغانانو ترمنځ خبرې پيل شي.