امریکا له ګرینلنډ سره مالي مرسته کوي

ګرینلنډ

د امریکا متحده ایالات په پام کې لري چې له ګرینلنډ سره ۱۲ میلیونه ډالره اقتصادي مرسته وکړي او هلته خپله قونسلګري پرانیزي.

امریکايي چارواکي وايي د دې کار هدف د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړي کول او په ارکتېک سیمه کې د روسیې او چین د ګټو پر وړاندې یو د سیالۍ اقدام دی.

امریکايي او ډنمارکي چارواکو پرون د اپرېل په ۲۳مه نېټه په ګډه دا مرسته اعلان کړه.

متحده ایالات وايي چې د ګرینلنډ په مرکز نوک کې به خپله قونسلګري پرانیزي. د امریکا ۱۲ میلیونه ډالره مرسته به په دې سیمه کې د طبیعي زېرمو د پلټنې پر چارو ولګول شي.

د ډنمارک اړوند ګرینلنډ د ارکتېک خودمختار قلمرو دی.

ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال وړاندیز وکړ چې متحده ایالات غواړي ګرینلنډ په بیه واخلي. دا نظر د ډنمارک له‌خوا سمدستي رد شو.