اشرف غني: طالبان دې د روژې په درناوي اوربند وکړي

محمد اشرف غنی رئیس جمهوری افغانستان

نن د غويي یا ثور پنځمه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

ولسمشر اشرف غني په دې مناسبت په خپل پیغام کې یو ځل بیا په افغانستان کې د اوربند لپاره غږ وکړ.

ښاغلي غني په دې پیغام کې چې پرون خپور شو وویل، په دې حساس وضعیت کې چې د کرونا ویروس وبا په ټول هېواد کې خپره شوې ده، له طالبانو څخه د خلکو او حکومت غوښتنه دا ده چې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي اوربند وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر په یوه بیان کې د دې غوښتنې په ځواب کې د دوحې د موافقې پر بشپړ تطبیق ټینګار کړی او ویلي یې دي چې حکومت د کرونا ویروس د وبا په حالاتو کې د طالب بندیانو ژوند په خطر کې اچولی، نو د شاهین په وینا په دې صورت کې د اوربند غوښتنه معقوله نه‌ده.

سږنۍ روژه په داسې حال کې پیلېږي چې په دېری اسلامي هېوادونو کې د کرونا ویروس د سرایت د مخنیوي لپاره خلک په قرنطین کې دي او د جمعې پر لمانځه محدودیتونه لګول شوي دي.

د ترکیې، مصر او سعودي عربستان په ګډون په یو شمیر اسلامي هېوادونو کې جوماتونه بند دي او مذهبي شخصیتونو له خلکو غوښتي دي چې لمونځونه په کورونو کې وکړي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هم له خلکو غوښتي دي چې لمونځونه په کور کې وکړي.