ثبات او هم‌پالنه: وروستۍ شوې طرح به ډېر ژر منځګړو ته وسپارو

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د 'ثبات او هم‌پالنې' انتخاباتي ډله

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د 'ثبات او هم‌پالنې' انتخاباتي ډله وايي په افغانستان کې د سیاسي کړکېچ د حل لپاره خپله طرح به ډېر ژر منځګړو ته وسپاري.

د دې ډلې ویاند فریدون خوځون تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې پر دې طرحې کار پای ته رسېدلی دی.

ښاغلی خوځون زیاتوي: "زموږ طرحه نهايي شوې ده. ډېر ژر به منځګړو ته وسپارل شي ترڅو له مقابل لوري سره شریک شي. دا د افغانستان د اوسني سیاسي بحران د حل لپاره یوه معقوله او هر اړخیزه طرح ده."

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال پرون رسنیو ته په استول شوي وېډیويي پیغام کې وویل د حکومت مشرتابه هڅه کوي چې روانې لانجې له سیاسی لارو حل شي.

ښاغلي مینه‌پال وویل چې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی، خو په دې اړه‌یې جزئیات نه‌دي ورکړي.

په افغانستان کې سیاسي کړکېچ وروسته له هغه پراخ شو چې په فبروري میاشت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ولسمشر اشرف غني د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ، خو د ده سیال عبدالله عبدالله دا نتایج ونه‌منل او د مارچ په نهمه نېټه دواړو په جلا جلا غونډو کې د لوړې مراسم ترسره کړل.