افغانستان سره د هند مرسته شویو غنمو لومړۍ محموله هرات ته راورسېده

له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم

نن له افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنمو له ډلې پنځه زره ټنه هرات ته ورسېدل.

د هرات د والي مرستیالې مونسه حسن‌زاده د غنمو د تسلیمېدو په مراسمو کې وویل: "موږ نن د دوست هېواد هندوستان څخه د مرسته شویو غنمو لومړۍ محموله ترلاسه کړه. جمعاً ۷۵ زره ټنه غنم به رارسېږي او دا دی نن‌یې لومړنۍ محموله چې ۵ زره ټنه دي د چابهار له لارې هرات ته راورسېدل."

هند څه وخت مخکې اعلان وکړ چې افغانستان ته د خپلې ژمنې په اساس ۷۵ زره ټنه غنم د مرستې په توګه لېږي.