د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې: اوربند ته لبیک ووایئ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز د روژې میاشتې په مناسبت په یوه پيغام کې په ټولو غږ کړی چې اوربند ته لبیک ووايي او وسلې پر ځمکه کېږدي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما د اغلې دیبرا لاینز په حواله لیکلي چې په اوسني ناڅرګند حالت سربېره په افغانستان او نړۍ کې کرونا ویروس ننګونې لا پسې زیاتې کړي، نو اړتیا ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په غوښتنه بېړنی اوربند تأمین او ټول له کرونا سره د مبارزې لپاره یو شي.

د اغلې لاینز په حواله زیاته شوې چې هیله ده د روژې میاشت به په افغانستان کې د ټولو ولسونو لپاره یو فرصت برابر کړي چې خپل اتحاد غښتلی کړي.

یوناما ټینګار کړی چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د یوه سوله‌ییز، یو موټي او سوکاله هېواد په لټه کې له افغانانو سره خپلې ژمنتیا ته دوام ورکوي.