د یونان امنیتي ځواکونو دوه افغان او ایراني پناه غوښتونکي ویشتلي

یوناني امنیتي ځواکونه

د یونان امنیتي ځواکونو یو افغان او یو ایرانی پناه غوښتونکی په ډزو ویشتلي او ټپیان کړي یې دي.

د راپورونو په اساس پولیسو وروسته له هغه چهارشنبه ناوخته په دغو پناه غوښتونکو ډزې کړي چې د کرونا ویروس په خاطر لګېدلي مقررات‌یې مات کړي و.

په دغو پناه غوښتونکو په موریا کمپ کې ډزې شوې وې او بیا وروسته یوه سیمه‌ییز روغتون ته انتقال شوي دي.

ویل شوي چې د ټپي شویو پناه غوښتونکو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ نه‌دی.

د یونان د کډوالو په دوو کمپونو کې چې په ټاپوګانو کې دي او هم د یونان د اصلي خاورې دننه په یوه هوټل کې له مېشتو کسانو نه ۱۵۰ تنه په کرونا ویروس اخته دي.

لا د دغه هېواد د کډوالو په نورو ساحلي کمپونو کې ډېر خلک نه‌دي معاینه شوي چې په کرونا ویروس د اخته شویو کډوالو دقیق شمېر معلوم شي.

ټول‌ټال په یونان کې څه باندې ۲۴۰۰ کسان په کرونا اخته دي چې له ډلې یې ۱۲۱ کسان مړه شوي.