د کاسا زر پروژې چارې د کندز له شېرخان بندر پیل شوې

ارشیف، تاجکستان کې د کاسا ژر پروژې پرانیست غونډه

د کاسا زر پروژې چارې تېره ورځ د کندز ولایت د سرحدي سیمې له شېرخان بندر پیل شوې.

د کندز د والي ویاند عصمت مرادي ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروژه منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي.

ښاغلی مرادي زیاتوي چې کاسا زر پروژه له تاجکستان او قرغزستان نه افغانستان او پاکستان ته ۱۳۰۰ مېګا واټه برښنا لېږدوي.

د کندز د والي ویاند وايي چې په دغه پروژه ۲۳۴ میلیونه ډالر لګښت راځي او کارونه به‌یې په درېیو کلونو کې بشپړ شي.

د برښنا یاد لین به د افغانستان د اتو و لایتونو له ۳۵ ولسوالیو څخه چې له منځه‌یې کندز، بغلان،کاپیسا، پنجشېر، کابل، لغمان او ننګرهار دي، تېرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له منځنۍ اسیا برښنا واردوي، خو ځیني وخت په شمالي ولایتونو کې د وسله‌والو تر برید لاندې راځي چې ورسره په کابل او ځینو نورو ولایتونو برښنا پرې کېږي.