هرات کې د ملکیانو خوندیتوب ډله: د روژې په مناسبت له جګړو لاس واخلئ

ارشیف، د تېر کال اختر اوربند ورځې

په هرات کې د ملکیانو خوندیتوب ډلې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتنه وکړه چې د روژې په مناسبت له جګړو لاس واخلي.

دغې ډلې غوښتنه کړې چې د دې پر ځای دې د کرونا ویروس په وړاندې پر مبارزه تمرکز وشي.

په هرات کې د ملکیانو د خوندیتوب ډلې مشر سید اشرف سادات نن چهارشنبه په یوه کنفرانس کې له ملګرو ملتونو هم وغوښتل: "د ملګرو ملتونو سازمان دې د جګړې په ښکېلو لورو دا ومني چې موږ باید د روغې جوړې او سیاسي تفاهم خوا ته لاړ شو او خلکو ته د صحي خدماتو اسانتیا برابره کړو."

ښاغلي سادات وویل د امریکا او طالبانو ترمنځ وروستۍ موافقې په افغانستان کې شخړې نه‌دي کمې کړي، بلکې د پسرلي له راتګ سره طالبانو بیا خپلې حملې پیل کړې دي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د فبرورۍ پر ۲۹مه، په قطر کې په خپلو کې موافقه لاسلیک کړه.