د داعش خراسان څانګې یو بل مسؤل ونیول شو

د ملي امنیت له لوري نیول شوی د داعش پاکستانی وګړی

د ملي امنیت عمومي ریاست د داعش خراسان څانګې د یوه بل مسؤل د نیول کېدو خبر ورکړ.

دغه ریاست نن په یوه اعلامیه کې ویلي، منیب چې په اصل کې د پاکستان اوسېدونکی دی په ابوبلال، حاثر، ابوهلال او ابوهُمام هم مشهور دی.

د اعلامیې په حواله دغه نیول شوی کس له نورو ترورېستي شبکو لکه لشکر طیبه، حقاني شبکې، سپاه صحابه او نورو افرا‌‌طي ډلو سره د داعش د خراسان څانګې د همغږۍ او ارتباطاتو مسؤل و.

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي نیول شوی وګړی تر دې مخکې د القاعده شبکې له کليدي غړو و.

په اعلامیه کې نه‌دي ویل شوي چې دغه مشکوک کس چېرې او دقیقاً کله نیول شوی دی.

ملي امنیت د وري پر ۱۶مه هم د داعش د خراسان څانګې رهبر عبدالله اورکزي د نیولو خبر ورکړی و.

دغه ریاست ویلي وو، دغه کس په اسلم فاروقي مشهور و چې د دې ډلې له ۱۹ نورو مشکوک غړو سره نیول شوی دی.

اسلم فاروقي په کابل کې د سېکهانو پر ګوردواره د مارچ د ۲۵مې د حملې یو طراح بلل شوی چې لږترلږه ۲۵ کسان‌یې په نتیجه کې وژل شوي وو.