نن د عمران خان د کرونا ویروس ټیسټ نتیحه معلومېږي

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان د کرونا ټیسټ ورکړی او نن یې نتیجه راوځي.

عمران خان څو ورځې مخکې په کرونا ویروس اخته کس سره لیدلي و.

له صدراعظم خان څخه د کرونا ویروس په چارو کې د هغه موظف کس ډاکتر فیصل سلطان پرون وغوښتل چې ځان و ازمويي.

هغه وویل: "تاسو څو ورځې مخکې داسې یو کس سره لیدلي و چې د هغه د کرونا ټیسټ مثبت ختلی، نو د یوه مسوول صدراعظم او د یوه مسوول اوسېدونکي په توګه زه خوښ یم چې تاسو موافقه کړې ده چې خپل ځان معاینه کوئ."

عمران خان څو ورځې مخکې د ایدهي خیریه بنسټ له مشر فیصل ایډهي سره لنډه لیدنه درلوده او له هغه یې د لسو میلیونو پاکستاني روپیو د مرستو چک ترلاسه کړی و څو یې له کرونا سره په مبارزې ولګوي.

د فیصل ایډهي د کرونا ویروس د ازموینې نتیجه مثبته ختلې او اوس یې ناروغي لا پسې زیاته شوې.

په پاکستان کې ټول ټال څه باندې نهه نیم زره کسان په کرونا اخته دي چې له ډلې یې څه بانډې دوه سوه تنه مړه شوي.