ارزګان کې د جګړې پر مهال پوليسو او طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د ارزګا ولایت نقشه

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي د جګړې پر مهال پوليسو او وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتي.

د ارزګان د ولايت مقام وياند زړګی عبادي ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو د ترینکوټ ښار اړوند د کوټوالو په سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي چې په‌کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

نوموړي تأیید کړه چې د یاد برید پر مهال ۳ افغان سرتېري هم وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو بیا تر دا مهاله په دې اړه څه نه‌دي ويلي.